Banner

د اربکيو دود مخ په له منځ تلو دى

05.03.2009 11:48

اربکي له پخوا څخه په خوست ،پکتيا،پکتيکا اوځينو نورو سرحدي ولايتونو کې دود دي اوخلک يې د ډلېزه کارونو او په ځينو ستونزمنو حالاتو کې د خپلې ساتنې په موخه جوړي.

اربکى يا قومي مليشه له ولس څخه جوړ اوبغير له کوم امتياز نه خپله دنده پرمخ وړي خو ددې ورستو جنګ جګړو له امله د نور زيانونو ترڅنګ اربکيو او د هغه ملي دود جوړونې ته هم سخت زيان اوښتى.

دا چې په اوسني وخت کې اربکي په کوم حالت کې پاته دي،څومره رول لري او خلک اوس دغه د اربکيو جوړولو دود ته په کومه کچه ژمن دي په پکيتا کې يو تن قومي مشرجنت خان وايې ((که څه هم اربکي پخه پخواني حالت نه دي پاته خو په ځينو غرنيو سيمو کې چې دولت کمزورى دى شته.))

نوموړي زياته کړه اربکي له قومونو څخه د مشرانو په پريکړه جوړېږي چې دهمغه مشرانو ترواک لاندې وي خو اوسنيو حالتو کې په دغه ولايتونو کې د ځينو سيمزه ،قومي دودونه اوپريکړې د له منځه تلو په حال کې دي اوخلک ورته دومره ارزښت نه ورکوي.

که څه هم په دې ولايتونو کې داربکيو دود مخ په ورکيدو دي خو دا چې دې تشې ډکولو له پاره يې کومې لارې چارې لټول شوي که نه په اړه يې د خوست يوتن قومي مشروويل((داربکيو دود له منځه تللى خو اوس خلک دځان ساتنې اوډليزه کارونو له پاره امنيتي کمپنۍ جوړې کړي اوله همدې لارې خپلې ستونزې حلوي.))

نوموړي زياته کړه له دې سره په څنګ کې ډير خلکو په ملي اردو اوملي پوليسو کې ځانونه شامل کړې او دې حکو مت په اډانه کې خپلې دندې پرمخ وړي.

دا چې اربکي څه ګټې لري او دافغانستان اوسنيو شرايطو ته پام کې نيوي سره څومره وړتيا لري چې د پولو ساتنه وکړي د پکتيا قومي مشر حاجي امين الله وايې((داربکيو کټې دا دي چې په خپله سيمه کې ښه بلد وي او له خپلې سمې ښه ساتنه کولاى شي اوقومي پريکړو ته وپاداروي.))

داربکيو خبره وروسته له هغې توده شوه چې څه موده وړاندې ځينو بهرنيو هيوادو هوډ وکړ چې د عراق په شان په افغانستان کې هم دمخالفينو دځپلو له پاره اربکي جوړ کړي چې دغه وړانديز سره افغان دولت مخالفت وښود.

له دې سره په څنګ کې ډير شنونکو هم داخبره کوله چې داربکيو پخوانى دود نه دى پاته او که اربکي جوړ شي نو دا به د پخوانيو مليشو او يا نور زورواکو په شان يو ځل بيا سيمه نا امنه کړي.

شنونکو داهم ويل چې داربکيو پرځاي بايد نړيوال افغان ځواکونه پياوړې کړي او په دې برخه کې مرسته وکړي.

دخوست مرستيال والي طاهرخان صبرى هم واي (( هغه پيسې چې نړيوال يې دمليشو يا اربکيو په جوړولو لګوي ښه دا ده چې په ملي اردو اوملي پوليسو يې ولګوي.))

نوموړي زياته کړه هغه څوک چې داربکي يا مليشې په نوم جوړېږي بايد د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو په چوکاټ کې جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې داسې ګنوګسې اوريدل کې دې چې نړيواله ټولنه غواړي په افغانستان کې د وسلوالو مخالفينو د ځپلو له پاره اربکي جوړ کړي او لومړى پړاو يې په ميدان وردګو ولايت کې پلى کړي خو د ميدان وردګو ولايت چارواکو دغه خبر په کلکه رد کړ.
ساحل منګل:پکتيا